دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۰۱
د مطلب کود : 276341
د اسلامي او ملي اصولو او ارزښتونو په نظر کې نیولو سره، موږ له نړۍ سره د اړیکو لپاره چمتو یو
د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د خپلو ولایتونو د سفرونو په دوام او میدان وردګ ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره په کتنه کې وویل چې موږ د نړیوالو قوانینو پر بنسټ له نړۍ سره د اړیکو ساتلو ته چمتو یو.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د میدان وردګ ولایت رسنیز دفتر د سنبلې ۱۸ مه په یوه راپور کې لیکلي، چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست دغه ولایت ته د یو سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له سیمه ییزو چارواکو، دیني عالمانو، مشرانو او ځوانانو سره وکتل.
 
ویل کیږي، چې په دې کتنه کې د قوم مشر شیخ صبغت الله د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سره د میدان وردګ ولایت د اوسېدونکو پر ستونزو خبرې وکړې او دغه ولایت ته یې د مرکزي دولت د لوړ پوړو چارواکو د پاملرنې غوښتنه وکړه.
 
په همدې حال کې د کوچیانو د کمیسیون مشر جوادي بلخابي په دې کتنه کې زیاته کړه: د دې ولایت د کوچیانو او اوسېدونکو ترمنځ ټولې ستونزې د شرعي او اسلامي عدالت له لارې حل شوې دي.
 
له بلې خوا په دې کتنه کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني وویل: د میدان وردګ ولایت ولسونو تل په صداقت او لوړ ځان باور سره جهادي بریاوې ترلاسه کړي او د تاریخ په اوږدو کې د دغه ولایت ولسونه تل له ننګونو سره مخ شوي دي.
 
ښاغلي حقاني زیاته کړه: "د نړیوالو قوانینو له مخې د اسلامي او ملي اصولو پر بنسټ له نړۍ سره د اړیکو لپاره زموږ دروازې خلاصې دي، خو د هېواد پرمختګ زموږ مسوولیت دی او افغانان به یې له کومې تمې پرته په ګډه ترسره کوي."
 
باید وویل شي، چې په دې وروستیو کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته سفرونه کړي دي.
 
https://avapress.com/vdci5qarzt1ayp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته