افغان غږ خبری آژانس - کابل: د هلمند د پولیسو ویاند عزت الله حقانی وایی، پولیسو تېره ورځ په ګرمسېر ولسوالۍ کې درې بار وړونکی موټران چې اوسپني څخه بار وو، هغه مهال کشف کړه، چې غوښتل یې له هېواده بهر ته قاچاق کړي.
تر دې وړاندې هم د هلمند پوليسو څو ځلې له افغانستان څخه پاکستان ته د اوسپنې، مسو، څارويو او د لرګيو د قاچاق مخه نيولې ده.