دخپریدو نیټه :شنبه ۱ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۹
د مطلب کود : 277053
یو ایټالوی پانګه وال د افغانستان د ډبرو په کانونو کې پانګونه کوي
د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست وزیر سره په کتنه کې یو ایټالوي پانګوال د بهرنیو پانګوالو لپاره د افغان حکومت له لوري د رامنځته شویو اسانتیاوو هرکلی وکړ او ویې ویل چې د افغانستان د ډبرو په کانونو کې به پانګونه وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور د ایټالوي پانګوال پیرو بتهن د ډبرو ماهر او د طبیعي ډبرو قراردادي سټون نیچرل شرکت مشر سره وکتل.
 
په دې ناسته کې د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د افغانستان په کانونو کې د پانګونې د فرصتونو او اسانتیاوو په اړه معلومات وړاندې کړل.
 
د ايټاليا پانګه وال پیرو بتهن د بهرنيو پانګوالو لپاره د افغانستان په کانونو کې د پانګونې په برخه کې د رامنځته شويو فرصتونو او اسانتياوو د هرکلي په ترڅ کې وويل، چې د رخام، تراورتین او مرمر ډبرو په کانونو کې پانګونې ته چمتو دى.
 
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور په دې برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.
 
باید وویل شي، چې افغانستان د قیمتي او نیمه قیمتي او د زینتي ډبرو کانونه لري.
 
https://avapress.com/vdcjiae8tuqeayz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته