دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۱۷
د مطلب کود : 277167
د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې د پولیو واکسین د تطبیق کمپاین پیل شو
د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین نن (دوشنبه، میزان ۳) د څلورو ورځو لپاره پیل شو.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر نن (دوشنبه، میزان ۳) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د پولیو واکسین کمپاین به نن پیل او څلور ورځې به دوام وکړي.
 
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په پام کې ده چې په دې پړاو کې شاوخوا ۱۱ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته واکسین ورکړل شي.
 
د عامې روغتیا وزارت زیاته کړه، په دغه کمپاین کې د شپږو میاشتو څخه تر پنځو کلونو پورې ماشومانو ته ویټامین اې ورکول کېږي، څو د ناروغیو په وړاندې د هغوی معافیت زیات شي.
 
څه موده وړاندې د هېواد په ډېری ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین لومړی پړاو د څلورو ورځو لپاره پیل شو.
 
دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د ماشومانو د فلج ۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
 
https://avapress.com/vdcfved0ew6deya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته