دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۲۶
د مطلب کود : 277255
د روسیې پر خاوره د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو بریدونه په شا وتمبول شول
د روسیې د دفاع وزارت اعلان وکړ چې د بیلګورد او کرسک سیمو باندې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو تکراري بریدونه پرته له کوم تلفاتو په شا وتمبول شول.
افغان غږ خبری آژانس: روسي رسنیو د دوشنبې په ماښام خبر ورکړ چې د اوکراین پوځ یو ځل بیا د بې پیلوټه الوتکو په وسیله د دغه هیواد پر خاوره برید کړی دی.
 
د روسیې د دفاع وزارت په یوې بیانیې کښې اعلان وکړ چې د کیف د رژیم د اجنټانو له خوا د بیلګورود او کرسک په سیمو کښې په هدفونو باندې د بې پیلوټه الوتکو د حملو د ترسره کولو هڅې یو ځل بیا شنډ شوی دی.
 
د «سپوتنیک» خبري آژانس د خبر له مخې، دغه وزارت څرګنده کړه چې ۷ اوکرایني بې پیلوټه الوتکې چې غوښتل یې په بلګورود کې پر هدفونو برید وکړي، د دې سیمې په اسمان کې د دفاعي سیستم په وسیله له منځه یوړل شول.
 
د روسیې د دفاع وزارت هم اعلان وکړ چې د دوشنبې په ماښام یو ځل د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو او د سه شنبې په سهار د دوو نورو بې پیلوټه الوتکو له خوا پر کرسک سیمه برید وشو.
 
دغه وزارت زیاته کړې، چې له اوکراین سره پر پوله په دغو دوو سیمو کې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
 
دا په داسې حال کې ده چې د اوکرایین پوځ د دوشنبې په سهار په دغو دوو سیمو او همداراز د کریمیا په ټاپو وزمه او براینسک ولایت باندې د بې پیلوټه الوتکو په وسیله حملې وکړې.
 
د روسیې په خاوره کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه د اوکرایین پر وړاندې د ځوابي برید په نوم د تعرضي عملیاتو په دوام کې ترسره کیږي چې هدف یې د ځانګړي نظامي عملیاتو له پیل راهیسې د روسیې لخوا د آزادو سیمو بیرته نیول دي. یو عملیات چې د لویدیځ چارواکو په وینا، د توقع په پرتله خورا ورو روان دي.
 
https://avapress.com/vdcdk50xkyt05x6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته