دخپریدو نیټه :يکشنبه ۹ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۰۲
د مطلب کود : 277498
په پکتیکا کې له ۲۶۰۰ څخه زیاتو وزیرستاني کورنیو ته خوراکي توکي وویشل شول
د پکتيکا ولايت د مهاجرينو رياست چارواکي وايي، په پکتيکا ولايت کې يې پر ٢٦٠٢ وزيرستاني کورنيو خوراکي توکي وېشلي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي چې د پکتیکا ولایت د کډوالو چارو ریاست له لوري په وزیرستان کې هرې کورنۍ ته څلور خوراکي توکي ویشل شوي دي.
 
د دغه وزارت د چارواکو په وینا، دغه مرستې د "کاپو" موسسې له خوا چمتو او د وږي میاشتې له شپږمې تر اتمې د دغه ولایت د کډوالو چارو ریاست تر څارنې لاندې وویشل شوې.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ويلي وو، چې په خوست ولايت کې يې پر ۸۲۷ وزيرستاني کورنيو مرستې وېشلې دي.
 
د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه مرستې د خوراک نړيوال سازمان له خوا د خوست ولايت د کډوالو چارو رياست په همکارۍ پر هغو کورنيو ووېشل شوې، چې مخکې له مخکې معاينه شوې وې.
 
ويل شوي دي چې دغه کورنۍ په ګربزو ولسوالۍ او ګيلان کمپ کې اوسيدلې او په هر يوه يې څلور خوراکي توکي وويشل شول.
 
د يادونې وړ ده، چې ملي او نړيوال سازمانونه د افغانستان له خلکو سره مرستې کوي او دغه مرستې ګټورې بلل کېږي.
 
https://avapress.com/vdccomqi42bqm08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته