دخپریدو نیټه :جمعه ۱۴ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۲۴
د مطلب کود : 277816
د اوکراین په ختیځ کې د روسیې د توغندیو په برید کې ۵۱ تنه ووژل شول
د اوکراین د وژل شوي عسکر د یاد د لمانځنې پر مهال د روسیې توغندیز برید ۵۱ تنه ووژل.
افغان غږ خبری آژانس: رویټرز خبري آژانس د اوکرایني چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې د پنجشنبې په ورځ د اوکراین په شمال ختیځ کې په یوه کلي کې د یوه کافې او خوراکي توکو پر یوه پلورنځي او د ماتم د مراسمو پر مهال یو روسي توغندی ۱۳ ځله په نښه چې ۵۱ کسان وژل شوی دی.
 
د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، دا پېښه په قصدي ډول پر ملکي وګړو ترسره شوې او "یو ړوند برید نه دی".
 
په همدې حال کې له څو میاشتو راهیسې اوکراین د نیول شویو سیمو د بېرته نیولو لپاره پر ضد بریدونه پیل کړي دي. د پوځي کارپوهانو په وینا، د اوکراین په مقابل کې تر اوسه کوم پرمختګ نه دی شوی.
https://avapress.com/vdcgqu9x3ak9u74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته