دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۴۷
د مطلب کود : 277846
ایراني بایسکل ځغلونکی ننګرهار ولایت ته ورسید
یو ایرانی تبعه چې پر بایسکل افغانستان ته راغلی، پرون ننګرهار ولایت ته رسېدلی او وايي چې د سفر موخه یې د هېوادونو ترمنځ د سولې پیغام رسول دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د رحمت الله آزاد په نوم یو ایرانی تبعه چې تېره اوونۍ په بایسکل افغانستان ته راغلی، ننګرهار ولایت ته سفر کړی او وايي چې د سفر موخه یې د هېوادونو ترمنځ د سولې پیغام رسول دي.
 
ښاغلي خپلواک له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي او دغه هېواد په دې سختو شرایطو کې یوازې نه پرېږدي.
 
دغه ایراني بایسکل ځغلونکي زیاته کړه: "افغانستان څلویښت کلن جنګ او ستونزې لیدلي او اوس باید نړیواله ټولنه ورسره مرسته وکړي. زه راغلی یم چې د افغانانو د مظلومیت غږ د نړۍ تر غوږونو ورسوي."
 
هغه همدا راز وویل: ما مهربانه، نیک او وفادار خلک ولیدل چې څلویښت کلن جنګ یې تیر کړی او اوس هم په امید سره ژوند کوي او اوس د افغانستان په ختیځ کې ستاسو په خدمت کې یم او هیله لرم چې نړۍ به زما غږ واوري. زه د یوه هیواد لپاره یم، حکومت ته نه یم راغلی، ټولې نړۍ ته راغلی یم چې ووایم دې خلکو څلویښت کاله سختۍ زغملې، بس دی.»
 
رحمت الله خپلواک په دې وروستیو کې د افغانستان بېلابېلو ولایتونو ته سفر کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان خلک ډېر مېلمه پال دي او د افغانانو له چلند یې خوښي څرګنده کړې ده.
 
په همدې حال کې د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وايي، چې تر اوسه شاوخوا ۷۰ بهرنیو سیلانیانو دغه ولایت ته سفرونه کړي او له بېلابېلو تاریخي او تفریحي سیمو یې لیدنه کړې ده.
 
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رئیس قریشي موزل وویل: تر ​​اوسه شاوخوا اویا بهرنیو سیلانیانو ننګرهار ولایت ته سفر کړی او د دغه ولایت له تاریخي او تفریحي ځایونو څخه یې لیدنه کړې ده.
 
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته افغانستان ته د بهرنیو سیلانیانو شمېر زیات شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcjxae8muqeaoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته