دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۳۴
د مطلب کود : 277909
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت:

په هرات کې د زلزلې له امله د مړو شمېر تر دوو زرو واوښت

په هرات کې د زلزلې له امله د مړو شمېر تر دوو زرو واوښت
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند وايي، په هرات ولایت کې د پرونۍ زلزلې له امله د مړو شمېر ۲۰۵۳ تنو ته رسېدلی او ۱۲۴۰ نور ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند مل پاسوال جانان صیاد نن (یکشنبه د میزان ۱۶مه) وویل چې په هرات ولایت کې د پرونۍ زلزلې له امله د مړو شمېر ۲۰۵۳ تنو ته رسېدلی او ۱۲۴۰ نور ټپیان شوي دي. ټپيان شوي دي، نيولي دي
 
هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې د استوګنې ١٣٢٠ کورونه ويجاړ شوي او د ژغورنې ١٠ ډلې د پېښې سيمې ته رسېدلي او زلزله ځپلو ته لومړنۍ مرستې رسوي.
 
د يادونې ده، چې تېره ورځ هم د هرات او بادغيس ولايتونو سيمې د بېلابېلو شدتونو زلزلې ولړزولې. د هرات سیمه ییزو چارواکو پرون ماښام خبر ورکړی و، چې د دغه ولایت په زنده جان او غوریان ولسوالیو کې ۱۲ کلي په بشپړه توګه ویجاړ شوي او له خاورو خځلو د قربانیانو د جسدونو په را ایستلو بوخت دي.
 
په همدې حال کې د هلمند سیمه ییزو چارواکو او ګاونډیو ولایتونو هرات او بادغیس په یادو ولایتونو کې زلزله ځپلو ته د طبي او ژغورونکو ټیمونو د استولو او د لومړنیو مرستو د استولو اعلان کړی دی.
 
https://avapress.com/vdcjyae8huqeahz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته