افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د چهارشنبه په ۱۹ مه په خپله ویب پاڼه کې لیکلی: د ننګرهار ولایت د کډوالو چارو ریاست په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو ۵۱۷ کورنیو ته د راستنیدو خبر ورکړی دی. ۱۸.
د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي ادارې د معلوماتو له مخې، د تورخم له لارې د ۲۹۸۱ کسانو په ګډون ۵۱۷ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
راستنې شوې کورنۍ د مهاجرت له ریاست سره له ثبتولو وروسته د مهاجرت د نړیوال سازمان دفتر ته ور وپیژندل شوې.
په ورته وخت کې پرون د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې ۳۸۴ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
په همدې حال کې د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې له دغه هېواده تر یو میلیون ډېر افغان کډوال وباسي. خو د پاکستان د حکومت دغه پرېکړه له ډېرو نیوکو سره مخ شوې ده.