دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۲
د مطلب کود : 278294
د الکترونیکي تذکرو لرونکي یوازې پاکستان ته سفر کولای شي
د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ کمشنر مولوي احمد وايي، پاکستان يوازې هغو افغانانو ته د تګ اجازه ورکوي، چې برېښنايي تذکره لري.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ کمیشنر مولوی احمد وایی، پاکستان له تېرو دوو ورځو راهیسې هغو افغانانو ته چې کاغذی تذکرې لری، د تګ اجازه نه ده ورکړې.
 
مولوي احمد زیاته کړه چې افغانان یوازې د الکترونیکي تذکرې له لارې پاکستان ته تګ راتګ کولای شي.
 
د کمیشنر سپین بولدک په وینا، د پاکستان دې پرېکړې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د خلکو لپاره ډېرې ستونزې جوړې کړې دي.
 
د يادونې وړ ده، چې پاکستان په دې وروستيو کې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د ناقانونه افغان کډوالو په ډله ييزه توګه د نيولو او اخراج لړۍ پيل کړې او تر دې دمه زرګونه کسان له هېواده شړل شوي دي.
 
https://avapress.com/vdchw6nik23nqid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته