دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۱۲
د مطلب کود : 278471
ګوترش: اسراییل باید ملکي وګړو ته د بشري مرستو د رسولو مخه ونه نیسي
د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوترش له صهیونیسټ رژیم وغوښتل چې د غزې د ملکي وګړو د بشري مرستو له رسولو ډډه وکړي.
افغان غږ خبری آژانس: د ملګرو ملتونو سرمنشي نن سهار (دوشنبه، میزان ۲۴) وویل چې ملګري ملتونه په مصر، اردن او لویدیځه غاړه کې د خوراکي توکو، اوبو، طبي توکو او سون توکو زیرمې لري، زموږ کارمندان باید وکوالی شي په خوندي او بې خنډه توګه غزې ته مرستې داخلې او توزیع کړي.
 
صهیونیسټ رژیم چې په تیرو څو ورځو کښې د فلسطین له مقاومت سره د جګړې په ډګر کښې له سترې او شرموونکې ماتې سره مخامخ شوی دی د غزې د تړانګې ټولې لارې یې په یو غیر انسانی عمل سره وتړلې څو د فلسطین مقاومت د «د اقصی طوفان» د عملیاتو مخه ونیسی.
 
د ملګرو ملتونو، د سره صلیب نړیوالې کمیټې او د خوړو نړیوال پروګرام کارپوهانو د غزې په تړانګه کې پر ملکي وګړو د اسرائیلي پوځ وحشیانه بریدونه د ښکاره بېلګې په توګه ارزولي او خبرداری یې ورکړی، چې د بشري وضعیت د خرابېدو په حال کې دي.
 
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) اعلان وکړ چې د غزې په تړانګه کې د روغتونونو لپاره د سونګ موادو زیرمې به په 24 ساعتونو کې پای ته ورسیږي.
 
https://avapress.com/vdcefv8wzjh8fei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته