دخپریدو نیټه :شنبه ۲۹ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۲۵
د مطلب کود : 278867
په ترکیه کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه یو ګډ کمیسیون جوړ شو
د اسلامي امارت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت له پلاوي سره په کتنه کې د ترکیې د کډوالو د چارو رئیس اعلان وکړ چې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه د یوه ګډ کمیسیون په جوړولو سره به ډیر ژر افغانستان ته سفر وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې په ایکس پاڼه کې لیکلي چې د کډوالو چارو وزارت د اداري پلاوي د مشر قاري محمد اجمل په مشرۍ په ترکيه کې د خپل سفر په بهير کې د ترکيې د مهاجرينو دراستنولو د چارو له رييسې اتلا توروس سره په دغه هيواد کې د افغان مهاجرينو د ستونزو په باب خبرې او دنظريو تبادله وکړه .
 
په دې کتنه کې دواړو لورو د کډوالو په چارو کې د تمرکز پر اړتیا د توافق تر څنګ د یوه ګډ کمیسیون پر جوړولو هم موافقه وکړه، تر څو د کډوالو په اړه ستونزې، د دواړو لورو نظریات او وړاندیزونه سره شریک او په اړه یې عمل وشي. .
 
همدا راز د افغانستان د کډوالو د چارو وزارت پلاوي په انقره کې د توپلم له زندان څخه چې یو شمیر افغانان په کې بندیان دي، لیدنه وکړه.
 
د ترکیې د کډوالو د چارو مشرې اتیلا توروس هم ویلي چې په نږدې راتلونکي کې به افغانستان ته سفر وکړي.
 
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د دغه هېواد د پوليسو له خوا د افغان کډوالو نيول او شکنجه کول زيات شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcd9j0x5yt05j6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته