دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۱۹
د مطلب کود : 278970
د باميان والي له اروپايي ټولنې څخه د پراختيايي پروژو د تطبيق غوښتنه وکړه
د بامیان والي مولوي عبدالله سرحدي په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پلاوي له مشر سره په کتنه کې له افغانستان سره د خوراکي توکو د مرستو د دوام او د بامیان په کچه د اروپايي ټولنې د پراختیايي او زیربنایي پروژو د تطبیق غوښتنه وکړه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بامیان ولایت مقام مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پلاوي مشرې میرمن شارژدافیر د یوه پلاوي په مشرۍ چې بامیان ولایت ته یې سفر کړی، د بامیان والي عبدالله سرحدی سره کتلي او د بامیان ولایت د اقتصادي، ټولنیزو او د اروپايي ټولنې د پلانونو په اړه خبری کړي.
 
د بامیان ولایت والي په خپل دفتر کې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پلاوي مشرې اغلې شارژدافیر ته ښه راغلاست ووایه او هغې ته یې د ښه راغلاست په ترڅ کې د افغانستان له خلکو سره په سختو شرایطو کې د اروپايي ټولنې له بشري مرستو مننه وکړه او وویل: د بامیان خلک د خوراکي توکو د مرستو د دوام او تطبیق غوښتونکي دي د بامیان ولایت په کچه د اروپايي ټولنې پراختیايي او زیربنایي پروژې باید پلي شي.
 
مولوي عبدالله سرحدي په دې کتنه کې ټینګار وکړ: اسلامي امارت د بهرنیو هیوادونو په چارو کې له لاسوهنې سره هیڅ علاقه نه لري او هڅه کوي چې له ګاونډیو، سیمې او نړۍ سره د قوانینو په چوکاټ کې دوستانه او ښې اړیکې ولري.
 
هغه زیاته کړه، اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو او سازمانونو غوښتي چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ونه کړي او دوستانه او بې پرې اړیکې ولري.
 
د باميان والي د باميان ولايت د خلکو اړتياوې يادې کړې او په مرکز او ولسواليو کې يې د کروندګرو لپاره د بنسټيزو پروژو او ملاتړي پروګرامونو د پلي کېدو او د اصلاح شويو تخمونو د وېش، د اوبو د بندونو د جوړولو، د څښاک د صحي اوبو د برابرولو او د کرنيزو اوبو د کانالونو د جوړولو غوښتنه وکړه.
 
له بلې خوا په افغانستان کې د اروپایی اتحادیې د پلاوی مشرې میرمن شارژدافیر وویل: په افغانستان کې د اروپایی اتحادیې پلاوی له افغانانو سره د مرستو، د اوبو رسولو او د زیربناوو په برخو کې کار کوی.
 
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پلاوي مشر د باميان د خلکو د امنيت د تامينولو او په باميان ولايت کې د نشه يي توکو د قاچاق، استعمال او کښت او اداري فساد د له منځه وړلو په برخه کې د باميان د سيمه ييزې ادارې د مشرتابه له فعاليتونو څخه خوښي څرګنده کړه او په دغه ولايت کې د نشه يي توکو له منځه وړل د باميان يوه مهمه لاسته راوړنه وبلله.
 
هغې د باميان د والي د وړانديزونو او غوښتنو هرکلى وکړ او ژمنه يې وکړه چې د باميان د والي ټولو هر اړخيزو وړانديزونو او غوښتنو ته به لومړيتوب ورکړي او د پرېکړو په مرکز کې به له خپلو همکارانو سره همکاري وکړي او د عملي کولو لپاره به يې هڅې وکړي.
 
https://avapress.com/vdciyvarut1ay32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته