دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۴۵
د مطلب کود : 279209
په بدخشان ولایت او د هیواد په ځینو برخو کې د زلزلې ټکانونه احساس شوي
د هند د زلزله پېژندنې مرکز اعلان کړی، چې نن سهار (پنجشنبه، عقرب ۴) د ریشتر په کچه د ۴،۳ درجې زلزلې د بدخشان ولایت او د افغانستان نورې سیمې ولړزولې.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د هند د زلزله پېژندنې مرکز اعلان کړی چې دغه زلزله نن سهار په یوه بجه شوې ده.
 
ددغې زلزلې مرکز د بدخشان ولايت مرکز فيض آباد ښار دى او د ځمکې په ١٥٠ کيلومترۍ کې رامنځته شوی.
 
  تر اوسه د دغې زلزلې د زیانونو او تلفاتو په اړه کوم راپور نه دی خپور شوی.
 
https://avapress.com/vdce7o8wojh8fwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته