دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۳
د مطلب کود : 279372
په جوزجان کې د جودو لومړنی کلب پرانستل شو
د جوزجان د بدني روزنې ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د جودو د ورزشي لوبو لومړی کلپ د پرانیستلو خبر ورکړ.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د جوزجان د بدنی روزنې رییس همراه قل قرداش پرون (شنبه، عقرب ۶) د دغه ورزشی کلپ د پرانېستې په مراسمو کې وویل، چې په تېر کال کې په جوزجان ولايت کې درې لوبې پيل شوې چې يوه يې جودو ده.
 
د هغه په ​​وينا، د دغه کلب له جوړېدو وړاندې هم د جودو ورزشکارانو دغه ولايت ته ډېر وياړونه ګټلي وو، خو اوس د دغه ورزشي کلپ په جوړېدو سره دوی ته د روزنې ښه زمينه برابره شوې ده.
 
د افغانستان د جودو فدراسیون استازی رحمت شاه مشکل هم ټینګار وکړ: د هېواد د جودو فدراسیون تل هڅه کوی چې دغه سپورت په ټول هېواد کې پراختیا ومومی او ډاډ ورکوو چې له خپلو ورزشکارانو سره به ولاړ یو او له خپلو ورزشکارانو څخه غواړو چې هڅه او هاند وکړی ترڅو د خپل هیواد او ملت لپاره ستر ویاړونه ګټي.
 
په همدې حال کې د دغه ورزشي کلپ له پرانېستلو سره سم د جودو فدراسیون لومړۍ ولایتي سیالۍ هم تېر ماښام (شنبه، عقرب ۶) په شبرغان ښار کې پیل شوې.
 
https://avapress.com/vdcfe1d00w6dema.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته