دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۱
د مطلب کود : 279585
اروپايي ټولنې له افغان ښځو سره ۱۵ میلیونه یورو مرسته وکړه
اروپايي ټولنه وايي، افغانستان ته به ۱۵ میلیونه یورو ورکړي چې د سیمه ییزو ښځو په مشرۍ د سوداګرۍ او مالي خدمتونو ته د هغوی د لاسرسي په برخه کې مرسته وکړي.
افغان غږ خبری آژانس: په کابل کې د اروپايي ټولنې د ماموریت مشره رافائلا ادیس وايي، اروپايي ټولنه به له افغانستان سره ۱۵ میلیونه یورو مرسته وکړي، څو د ښځو په مشرۍ د سیمه ییزو سوداګریو ملاتړ وکړي.
 
پرون سه شنبه د عقرب په ۹مه، ادیس یوه بیانیه خپره کړه چې په کې ویل شوي چې په افغانستان کې د ښځو پیاوړتیا له اقتصادي اړخه کلیدي ده.
 
د هغه په ​​وينا، اروپايي ټولنه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختيايي دفتر ته ١٥ ميليونه يورو ورکوي، څو د ښځو په مشرۍ د سيمه ييزو سوداګرو ملاتړ او مالي خدمتونو ته د هغوى د لاسرسي په برخه کې مرسته وکړي.
 
دا د اروپايي ټولنې دریمه مرسته ده چې د افغانستان له خلکو سره مرسته کوي.
 
https://avapress.com/vdcbw9b5srhbzsp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته