دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۷ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۲۶
د مطلب کود : 280013
ریچارډ بینیټ د کابل په دشت برچي کې د تیرې شپې د چاودنې د جدي څیړنې غوښتنه کړې ده
د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ریچارډ بینیټ د کابل د برچي په میدان کې د تیرې شپې د چاودنې په غبرګون کې؛ هغه وویل چې د دې پیښې په اړه باید "بشپړه او شفافه څیړنه" وشي.
افغان غږ خبری آژانس – کابل: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشری حقونو د شورا ځانګړی استازی ریچارډ بینیټ د کابل په دشت برچی کې د تېرې شپې چاودنې په غبرګون کې د ایکس په ټولنیزه پاڼه کې لیکلی، چې دلته باید بشپړ د دې پېښې په اړه دې شفافې پلټنې وشي.
 
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشری حقونو ځانګړی استازی لا هم د دې پېښې د عاملینو د پېژندلو او مجازاتو غوښتونکی دی.
 
د کابل په دشت برچي سیمه کې د تیرې شپې په چاودنه کې د «کاسټر» ښاریز موټر په نښه شوی، چې په پایله کې یې ۷ تنه وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
 
داعش ترهګرې ډلې د دغه برید مسولیت په غاړه اخیستی دی، دا په تیرو لسو ورځو کې د داعش ترهګرې ډلې دویم برید دی چې د کابل ښار په برچي میدان سیمه کې ترسره کیږي.
https://avapress.com/vdcjvye8tuqeoyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته