دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۱۲
د مطلب کود : 280351
د تخار د فوټبال غوره لیګ سیالیو اتلولي د شیوا فوټبال لوبډلې وګټله
د فوټبال فدراسيون وايي: د تخار د فوټبال غوره ليګ سيالۍ چې د دغه ولايت د بدني روزنې او سپورت رياست او د دغه ولايت د فوټبال فدراسيون له خوا په تالقان ښار کې د لسو ټيمونو ترمنځ ترسره شوې وې، د شيوا د فوټبال د ټيم په اتلولۍ سره پاى ته ورسېدې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د فوټبال فدراسیون په X ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د تخار ولایت د فوټبال غوره لیګ سیالۍ چې د دغه ولایت د بدني روزنې او سپورت ریاست او د دغه ولایت د فوټبال فدراسیون له خوا د ۱۰ لوبډلو ترمنځ ترسره شوې.
 
دفوټبال فدراسيون زياته کړه: د دغو سياليو په پاى لوبه کې چې له دوو مياشتو را په دې خوا دوام لري د شيوا او پيريز ټيمونو له يو بل سره سيالي وکړه چې په نتيجه کې شيوا دغه سيالۍ د ٠-١ په مقابل کې وګټله او د پيريز په ګټه پاى ته ورسيده.
 
دغه فدراسیون همدا راز ویلي چې د شیوا لوبډلې له لوري نقیب الله شریفي د ۹ ګولونو په وهلو سره غوره ګول کیپر، سید امیر هاشمي د ۹ ګولونو په وهلو سره، ښاغلي ګول، د پیروزي له لوبډلې څخه ذبیح الله بیګزاد د غوره ګول ساتونکي او د آریانا لوبډلې له لورې د غوره ګول ساتونکی ونومول شول. 
https://avapress.com/vdcen78wzjh8vxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته