دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۳۴
د مطلب کود : 280429
په تېرو شپږو مياشتو کې په کابل کې د جنايي جرمونو مشر؛ تر دوه زره زیاتې جنایي قضیې یې ثبت کړي دي
د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې؛ دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره دمبارزې مديريت څه دپاسه دوه زره جنايي قضيې ثبت کړي او د دغو قضيو په اړوند يې دوه زره او ١٣٦ تنه نيولي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ نن چهارشنبه (د عقرب ۲۴ مه) د "په تېرو شپږو میاشتو کې د کابل پولیسو لاسته راوړنې" په غونډه کې وویل چې په تېرو شپږو میاشتو کې دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې رياست څه دپاسه دوه زره جنايي قضيې ثبت کړي دي او ددغو قضيو په اړوند يې ٢١٣٦ تنه نيولي دي .
 
د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند هم ټینګار وکړ چې په دې قضیو کې قتل، غلا، د وسلو قاچاق او د شرابو استعمال شامل دي.
 
هغه وویل چې د امینه کابل امنیه قوماندانۍ له نشه‎يي توکو سره د مبارزې مدیریت په تېرو شپږو میاشتو کې ۵۴۵ عملیات کړي چې په پایله کې یې ۴۶۲۸ کیلو ګرامه هیروئین او څه باندې ۱۰۲ کیلو ګرامه شیشه او نور نشه‎يي مواد ترلاسه شوي دي.
 
د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې ۶۱۹ کسان د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیول شوي دي.
 
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له جوړېدو سره د نشه يي توکو پېر او پلور د پام وړ کم شوی دی.
https://avapress.com/vdcauwnuo49nay1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته