دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۸
د مطلب کود : 280557
اسراییل په غزه کې جنګي جنایتونه کړي دي
د بهرنیو چارو وزارت وايي، اسراییل د هرې ورځې په تېرېدو سره د جګړې له ټولو قوانینو او حدودو سرغړونه کوي. په همدې دلیل یې په غزه کې جنګي جنایتونه کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس – کابل: پرون (پنجشنبه د عقرب ۲۵) د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې اسرائیلو په دې وروستیو کې په غزه کې د الشفاء روغتون په ګډون پر روغتونونو بریدونه کړي دي.
 
د بهرنیو چارو وزارت په غزه کې د اسراییلي حکومتي چارواکو کړنې په ښکاره ډول "د جګړې او جنګي جرمونو له قوانینو څخه سرغړونه" بللې ده.
 
د بهرنیو چارو وزارت له ملګرو ملتونو او نورو "بشري حقونو دعوه کوونکو سازمانونو" څخه غوښتي چې د "بشریت پر ضد د اسرائیلو د جنایتونو" په وړاندې روښانه، واضح او عادلانه دریځ غوره کړي.
 
دبهرنیو چارو وزارت هم عربي او اسلامي هیوادونو ته ویلي دي چې په غزه کې دجګړې په وړاندې اغیزمن او معقول اقدامات وکړي او خپل دیني او بشري مسولیتونه ادا کړي.
 
د یادولو وړ ده چې د اسراییلو او حماس ترمنځ د جګړې د وروستیو راپورونو پر اساس اسراییلي ځواکونه د غزې ښار ته ننوتلي او د غزې د تر ټولو لوی روغتیايي مرکز الشفا په ګډون يي یو شمیر دولتي تاسیسات او روغتونونه هم نیولي دي.
 
د دغه هېواد پوځ ادعا کړې، چې حماس تر دغه روغتون لاندې پوځي اډه جوړه کړې، په داسې حال کې چې حماس دغه تورونه ردوي.
https://avapress.com/vdccpxqim2bq4p8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته