دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۴۶
د مطلب کود : 280578
د "افغان ټرانس" اورګاډي د جوړولو لګښت اووه میلیارده ډالره اټکل شوی
د راپورونو له مخې، د "افغان ټرانس" اورګاډي کرښې د جوړولو لګښت چې د خصوصي او دولتي سکتور په همکارۍ جوړېږي، اووه میلیارده ډالره اټکل شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د راپورونو له مخې، د پاکستان، ازبکستان او اسلامي امارت چارواکو اعلان کړی چې د «افغان ټرانس» اورګاډي د پټلۍ د جوړولو لګښت اووه میلیارده ډالره اټکل شوی دی.
 
باخترآژانس د اسلام آباد، کابل او تاشکند د مقاماتو په حواله خبر ورکړ چې د اورګاډي دغه کرښه به د خصوصي او دولتي سکتورونو په همکارۍ جوړه شي.
 
د "افغان ټرانس" ریل پټلۍ پروژه د روان کال د مې میاشتې په پای کې په اسلام اباد کې د اسلامي امارت، ازبکستان او پاکستان د چارواکو له خوا لاسلیک شوه.
 
په همدې حال کې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ درې اړخیزه سوداګریزه غونډه د سه شنبې په ورځ (اکتوبر۲۳) په اسلام اباد کې جوړه شوه.
 
د دې ناستې په تړاو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند عبدالسلام اخندزاده جواد د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل، چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د "افغان ټرانسپورټ" د اورګاډي د پروژې پر عملي کېدو ټینګار وکړ.
 
د راپورونو له مخې په ۲۰۱۸ کال کې د دغې اورګاډي له لارې د ترانسپورت ظرفیت ۲۰ میلیونه ټنه اټکل شوی و.
 
همدارنګه دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: ددغې پروژې غړي هېوادونه دافغانستان دامنيتي حالت په باب انديښمن دي .
 
تر دې مخکې د دغې ۵۷۳ کیلومتره اورګاډي کرښې په جوړولو څه دپاسه څلور نیم میلیارده ډالره لګښت راغلی و.
 
د يادونې وړ ده، چې د "افغان ټرانس" اورګاډي کرښه له ترمز څخه پيلېږي او د مزارشريف او کابل ښارونو له تېرېدو وروسته د پاکستان پېښور ته رسېږي.
 
د حيرتان-مزار د اورګاډي کرښه د افغانستان-ترانس د اورګاډي پټلۍ يوه برخه ده او دا مهال له منځنۍ اسيا څخه د هېواد د اړتيا وړ توکي هم له همدې لارې افغانستان ته راځي.
 
په ۲۰۱۸ کال کې د درې واړو هېوادونو تر منځ د "افغان تریس" د اورګاډي کرښې د جوړولو پلان وړاندې شو، څو یوه اقتصادي لویه لاره جوړه شي چې منځنۍ اسیا د هند سمندر له اوبو سره وصل کړي.
https://avapress.com/vdcfexd0cw6dcta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته