دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۲۸
د مطلب کود : 280811
له پاکستان څخه راستنیدونکو ته د ملګرو ملتونو لخوا ١٠ میلیون ډالر مرسته / خلک د خپلو هیوادوالو هرکلی کوي
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیتس له پاکستانه راستانه شویو افغان کډوالو ته لس میلیونه ډالره ځانګړي کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس کابل: د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې دغه مرستې یې د ملګرو ملتونو د بېړنیو مرستو له وجهي صندوق څخه ځانګړې کړې او هیله یې څرګنده کړې چې دغه مرستې به له پاکستان څخه راستانه شویو افغانانو سره مرسته وکړي چې د خپلو کورنیو د ستونزو سره لاس او ګریوان شي. لومړني اړتیاوې به مصرف شي.
 
د پاکستان د سرپرست حکومت له خوا له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو له پرېکړې وروسته د کندهار د تورخم او سپین بولدک له پولو زرګونه افغانان راستانه شول.
 
که څه هم د راستنېدونکو کره شمېرې په لاس کې نشته، خو ویل کېږي، چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې سلګونه زره کسان له پاکستانه ایستل شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.
 
د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د راستنېدونکو له موقتې پاتې کېدو وروسته به د دوی لپاره تر خیمو لاندې یو کمپ جوړ کړي.
 
د ننګرهار او کندهار ولایتونو ولسونه هم په دې ورځو کې د خپلو هېوادوالو تود هرکلی کوي او د ګرمو خوړو او یو شمېر نورو عاجلو اړتیاوو د برابرولو ترڅنګ د دوی اړتیاوې هم په خپل توان سره پوره کوي.
https://avapress.com/vdcfyxd0yw6dcca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته