دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۲۷
د مطلب کود : 280832
د رسنیو لخوا په غزه کې د احتمالي اوربند د جزیاتو خپری شوی
یو شمیر عربي رسنیو د خپلو سرچینو په حواله د حماس غورځنګ او صهیونیسټ رژیم ترمینځ د احتمالي موافقې ځینې برخې خپرې کړي دي . د خپرو شويو جزئياتو له مخې، د پنځه ورځني اوربند ټينګېدل چې په ترڅ کې يې په غزه کې ټول پوځي عمليات، هغه که بمباري وي او که ځمکني بريدونه ودرول شي، د دغه تړون له مهمو ټکو څخه دي.
افغان غږ خبری آژانس: د حماس غورځنګ یو مشر عزت الراشق څو ساعته مخکې وویل چې د اوربند د موافقې جزئیات به په راتلونکو څو ساعتونو کښې ډیر ژر اعلان شی.
 
په همدې حال کې الاخبار ورځپاڼې د مقاومت د منابعو له قوله د اوربند د موافقې د جزئیاتو په اړه خبر ورکړی، هغه څه چې وړاندیز شوی هغه د پنځه ورځنی اوربند دی چې په ترڅ کې به یې په غزه کې ټول پوځی عملیات، که بمباری او یا ځمکنۍ حملې وی، ودرول شي.
 
د دغه راپور له مخې، د ۵۰ اسراییلي ملکي بندیانو د خوشې کولو په اړه هم هوکړه شوې، چې په کې ماشومان او بوډاګان شامل دي او ښايي ځینې بوډاګان او ناروغان هم شامل وي، پر روسي، ترکي، اسیايي، امریکايي او اروپايي دوه ګوني تابعیتونو سربېره.
 
د ياد شوي احتمالي تړون له مخې به هره ورځ ۱۰ اسراييلي ملکي بنديان د ۳۰ فلسطيني ښځو او ماشومانو د خلاصون په بدل کې خوشې کېږي.
 
د تسنیم په وینا، ویل شوي چې هره ورځ له ۲۰۰ څخه تر ۳۰۰ پورې بشري مرستې غزې ته داخلیږي او د دې سیمې په جنوب او شمال کې ویشل کیږي او په دغو مرستو کې د خوراکي توکو سربیره طبي وسایل او تیل هم شامل دي.
 
همداشان په سیمه ایزه کچه پریکړه وشوه چې صهیونیسټ رژیم به خپل ځواکونه د غزې په صلاح الدین واټ کې ځای پر ځای کړي او په دې سیمه کې د تګ راتګ کوونکو خلکو ته د تګ حق نلري.
 
د يادونې وړ ده چې تر اوسه رسمي توافق ته نه دي رسېدلي. خو دواړه لوري دې ته خوشبینه دي.
https://avapress.com/vdcipuarrt1avv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته