دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۴۶
د مطلب کود : 280973
د سمنګان ولایت په مرکز تاشقرغان کې د انارو په حاصلاتو کې بې ساري کمښت
د سمنګان ولایت د کرنې ریاست چارواکي وايي، چې د تېر کال د سختې یخنۍ له امله د دغه ولایت په خلم ولسوالۍ کې د انارو حاصلات په بې ساري ډول کم شوي او صفر ته نږدې شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د سمنګان ولایت د خلم ولسوالۍ د تاشقرغان انار د هېواد په شمال کې ځانګړی نوم او شهرت لری، خو د دغه ولایت سیمه ییز چارواکی وایی، سږ کال یې حاصلات ډېر کم شوی دی.
 
د سمنګان د کرنې ریاست د کرنیزو چارو رئیس عبدالغفور کریمي نن (پنجشنبه، قوس ۲) افغان غږ خبری آژانس ته وویل: سږ کال په خلم ولسوالۍ کې د انارو حاصلات کم شوی او د تېر کال په ژمي کې د انارو ونې وچې شوې وې.
 
په همدې حال کې د سمنګان ولایت کروندګر هم د انارو د حاصلاتو له بې ساري کموالي شکایت کوي او وايي چې ډېر زیان یې اړولی دی.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د سمنګان ولایت په خلم ولسوالۍ کې په ۳۶۰۰ هکتاره ځمکه کې د انارو ونې کرل شوې دي او د هېواد په شمالي سیمو کې د بلخ ولایت د خلم ولسوالۍ د تاشقرغان کلي د انارو تر ټولو زیاتې ونې لري.
 
د دې سيمې انار په کور دننه او بهر مشهور دي او تر ډېره په کورنيو بازارونو کې پلورل کېږي. د دې انارو یوه برخه هند، پاکستان او ازبکستان ته صادرېدل.
https://avapress.com/vdcef78wxjh8voi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته