دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۴۶
د مطلب کود : 281270
د هرات له زلزله ځپلو سره د اروپايي ټولنې ۵۸ ټنه مرسته کابل ته راورسېده
د اروپايي ټولنې د ملکي وګړو د خوندیتوب او بشري مرستو ریاست اعلان کړی چې د هرات زلزله ځپلو ته د ۵۸ ټنو بشري مرستو یوه بله جوپه کابل ته راورسېده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اروپايي ټولنې د ملکي وګړو د خوندیتوب او بشردوستانه مرستو ریاست په اکس پاڼه کې اعلان کړی چې په دې لیږد کې طبي وسایل، خیمې او د خوب جامې شاملې دي.

د اروپایی اتحادیې د بشردوستانه هوایی پله هم په اکس کې اعلان کړی چې دغه ۵۸ ټنه کارګو یې په بشردوستانه الوتنه کې کابل ته لیږدولی دی.

دغې ادارې ویلي چې دا په هرات کې له زلزلې وروسته افغانستان ته د دوی درېیمه الوتنه ده.

تېره اوونۍ اروپايي ټولنې د هرات زلزله ځپلو ته د خپلو بشري مرستو یوه جوپه کابل ته ولېږله.

ياده دې وي چې دغه مرستې د ملګرو ملتونو او نورو مرستندويه ادارو له لارې په زلزله ځپلو کورنيو وېشل کېږي.
https://avapress.com/vdcfeyd0xw6dc0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته