دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۰۸
د مطلب کود : 281648
په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی؛ په یوولسو میاشتو کې مو څه باندې ۹ میلیارده ډالره واردات او صادرات کړي دي
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي وايي، د ۲۰۲۳ کال په یوولسو میاشتو کې افغانستان له نورو هېوادونو سره د شاوخوا نهه میلیارد ډالرو په ارزښت سوداګري کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام اخندزاده جواد د سه شنبې په ورځ (د قوس ۱۴ مه) د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل چې د ۲۰۲۳ کال له پیل راهیسې د افغانستان سوداګري څه باندې ۸ میلیارده ۶۹۱ میلیونه ډالره صادرات او واردات کړي دي.

هغه زیاته کړه، له یو میلیارد او ۷۱۷ میلیونو ډېر یې صادرات او ۶ میلیارده ۹۷۴ میلیونه ډالر واردات دي.

د جواد د څرګندونو پر بنسټ؛ د هېواد په صادراتي توکو کې سکاره، پنبه، د هندواڼو تخمونه، وچه مېوه، تازه مېوې، کرنيز محصولات، غالۍ، زعفران او طبي توکي شامل دي.

هغه څرګنده کړه، چې د هېواد صادراتي توکي تر ډېره پاکستان، هند، چین، متحده عربي اماراتو، ایران او ترکیې ته صادرېږي.

د صنايعو او سوداګرۍ وزارت وياند دغه راز څرګنده کړه، چې هېواد ته په وارد شويو توکو کې د کتان ټوکر، پټرول، ډيزل، پرزې او ماشينري او خوراکي توکي شامل دي.

دده په وینا؛ ډیری وارد شوي توکي له ایران، پاکستان، چین، متحده عربي اماراتو، ترکمنستان، قزاقستان، روسیې او ترکمنستان څخه دي.

په همدې حال کې د هېواد د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي، اسلامي امارت صادراتو ته لومړیتوب ورکوي او د هېواد ډېری توکي پاکستان ته صادرېږي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل چې اسلامي امارت صادراتو ته لومړیتوب ورکوي او په ګمرکونو کې یې د صادراتو لپاره ځانګړې پالیسي جوړه کړې ده.

الکوزي زياته کړه، چې په بندرونو او پولو دواړو کې په لومړي ګام کې د صادراتي توکو بار موټر له قدمونو تېرېږي او ورپسې نور موټرونه تېرېږي.

نوموړي دغه راز په ډاګه کړه، چې د هېواد تر ټولو ډېر صادر شوي توکي د سلګونو ميليونو ډالرو په ارزښت معدنونه په ځانګړې توګه تالک، مرمر او ډبرو سکاره دي، چې پاکستان ته صادر شوي دي.

خو سوداګر ټینګار کوي، چې هوايي دهلېزونه باید فعاله شي، څو د دوی په صادراتو په ځانګړې توګه د جلغوزو صادراتو کې اسانتیا رامنځته شي.

د هېواد يو تن سوداګر محبوب الله محمدي وويل، چې لا هم د هېواد د صادراتو پر وړاندې ګڼې ستونزې پرتې دي، چې يوه يې چين، امريکا، اروپا او عربي هېوادونو ته د صادراتو د منظم پروګرام نشتوالى دي.

هغه زياته کړه، که سوداګر خپل توکي د پاکستان له لارې صادر کړي، له ترانزيټي ستونزو سره به مخ شي.

بل خوا د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، که څه هم په تېرو کلونو کې د هېواد د صادراتو کچه د وارداتو په پرتله کمه وه، خو په پرله پسې ډول د لوړېدو په حال کې ده.

دوی ټینګار کوي چې دا کار په راتلونکو کلونو کې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره هیله مندي زیاتوي.

د اقتصادي چارو کارپوه احمدحسین د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل چې په تېرو دوو کلونو کې د هېواد د صادراتو زیاتوالی به په افغانستان کې د انفلاسیون د کچې د ښه کېدو لامل شي.

هغه زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي امارت د اغیزمنو سیاستونو په خپلولو سره په دې ډګر کې بریالی شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې نړیوال بانک په دې وروستیو کې راپور ورکړی، چې د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د افغانستان صادرات څلور سلنه زیات شوي او دغه هېواد له جنورۍ څخه تر اپریل میاشتې پورې د ۶۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي دي.

د نړیوال بانک په راپور کې ویل شوي چې د افغانستان د انفلاسیون کچه د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ کمه شوې ده.
https://avapress.com/vdceez8wvjh8vpi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته