دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۲۴
د مطلب کود : 260724
د ډبرو سکرو او کرنیزو محصولاتو په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی
د صدراعظم د دفتر اقتصادي مرستیال بهرنیو هېوادونو ته د ډبرو سکرو او کرنیزو محصولاتو په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی اعلانوي او وايي چې افغانستان په تېرو اوو میاشتو کې د یو میلیارد او ۸۵ میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لومړي وزیر د دفتر د اقتصادي مرستیال په راپور کې راغلي: افغانستان په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د ۸۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات درلودل، خو د ۱۴۰۱ کال په لومړیو اوو میاشتو کې دغه د یو میلیارد او ۸۵ میلیونه ډالرو په ارزښت بهر ته صادرات لري.
 
سرچینه زیاتوي که د صادراتو لړۍ همداسې دوام وکړي؛ سږ کال به د صادراتو کچه دوه میلیارده ډالرو ته ورسېږي چې د هېواد د سوداګرۍ په تاریخ کې بې ساری ګام دی.
 
د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ؛ د دغو توکو ۹۷ سلنه یې پاکستان، ایران، هند، تاجکستان، متحده عربي اماراتو، ازبکستان، قزاقستان، چین، سعودي عربستان او عراق او درې سلنه یې د نړۍ نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.
 
په راپور کې ویل شوي، چې د دغو توکو ۶۵ سلنه سکاره، انار، انګور، ممیز، انځر، انځر، الووېرا او پنبه او ۳۵ سلنه نور توکي دي.
 
https://avapress.com/vdcgxz9xtak93u4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته