دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۰۷
د مطلب کود : 281998
د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې پر ۳۲۰۰ کورنیو د مرستو وېش
د غور، بدخشان، خوست، بلخ او جوزجان ولایتونو سیمه‌ییز چارواکي وايي، په ۳۱۹۷ راستنېدونکو او بې‌ځایه شویو کورنیو یې خوراکي او غیر خوراکي توکي وېشلي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دوشنبې په ورځ د قوس په ۲۰ مه د مهاجرینو چارو وزارت په ایکس پاڼه کې لیکلي چې د بدخشان، خوست، بلخ او جوزجان ولایتونو له ۱۱۱۹ کورنیو سره به نغدي او غیر خوراکي مرستې وشي. د یو شمیر بنسټونو همکاري، مشاورین ویشل شوي.

په دغو مرستو کې نغدې پيسې، کمپلې، ګرمۍ، وچ لرګي، د برق سولرونه او پنځه خوراکي توکي شامل وو چې په راستنېدونکو او بې ځايه شويو کورنيو ووېشل شول.

دغه وزارت وايي، دغه مرستې د خوړو نړیوال سازمان او یو شمېر نورو بهرنیو بنسټونو له خوا د کډوالو چارو وزارت په همکارۍ پر کورنیو وېشل شوې دي.

له بلې خوا د غور ولایت د مهاجرینو چارو ریاست وايي چې په دغه ولایت کې پر ۲ زره او ۷۸ زیانمنو، راستنېدونکو او بې ځایه شویو کورنیو نغدي مرستې وویشل شوې.

ويل شوي دي چې دغه کورنۍ مخکې له دې دغور ولايت دمهاجرينو دراستنولو دچارو رياست له خوا پيژندل شوې دي او هرې کورنۍ ته د (اسلامک ريليف) موسسې له خوا ٧٥٠٠ افغانۍ او درې کمپلې ورکړل شوې دي.

بايد يادونه وشي، چې د افغانستان له خلکو سره د کورنيو او بهرنيو موسسو مرستې دوام لري او دغه مرستې حياتي ارزښت بلل کېږي.
https://avapress.com/vdccosqi42bq4o8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته