دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۳۱
د مطلب کود : 282141
په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د ۱۲،۶ میلیونه ماشومانو په ګډون ۲۳ میلیونه وګړي مرستو ته اړتیا لري
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) ویلي دي چې په ۲۰۲۴ کال کې به په افغانستان کې د ۱۲.۶ میلیونه ماشومانو په ګډون ۲۳.۳ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا ولري.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: یونیسف نن چهارشنبه (قوس ۲۲) په یوه اعلامیه کې ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې ۲۳،۳ میلیونه وګړي چې ۱۲،۶ میلیونه ماشومان په کې شامل دي، بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق زیاته کړه چې په افغانستان کې د ۱۹.۴ میلیونو وګړو د بشري او لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ۱.۴ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري.

د دغه بنسټ په وینا، په افغانستان کې بشري ناورین د اوږدې جګړې، سختو اقلیمي ټکانونو او د هېواد د سخت اقتصادي زوال له امله رامنځته شوی دی.

ملګرو ملتونو په نړۍ کې له بشري بحرانونو سره د مقابلې لپاره په راتلونکي کال کې د ۴۶ میلیارده ډالرو د بودیجې غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) په وینا، افغانستان د هغو پنځو هېوادونو په ډله کې دی چې بشري مرستو ته تر ټولو ډېر اړتیا لري.

د اوچا په وینا، په راتلونکي کال کې به له افغانستان سره د مرستو لپاره درې میلیارده ډالرو ته اړتیا وي.

دغه دفتر په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان لپاره د ۴،۶ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې وه، خو دغه اندازه مرسته نه ده شوې او د OCHA په وینا، د تمویل د تشې په پایله کې په افغانستان کې ۱۰ میلیونه خلک د می څخه تر نومبر پورې خوراکي مرستو ته لاس رسی نه لري.
https://avapress.com/vdcdox0xfyt0jf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته