دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۴۰
د مطلب کود : 282275
د هرات - خواف ریل پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد بهیر به ډېر ژر پیل شي
د هرات ولایت د ریل پټلۍ ریاست چارواکي په راتلونکو ورځو کې د هرات - خواف د اورګاډي کرښې له لارې د سوداګریزو توکو د انتقال د پیل خبر ورکوي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات د ریل پټلۍ رئیس مفتی محمد نسیم محمدی د هرات ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې له مسوولینو سره په کتنه په راتلونکو ورځو کې د هرات - خواف د اورګاډي کرښې له لارې د سوداګریزو توکو د انتقال د پیل خبر ورکړ.

ښاغلي محمدي وویل: د هرات - خواف د اورګاډي پټلۍ له ګاونډي هیواد ایران څخه د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ تر روزنک سټیشن پورې د کار لپاره چمتو ده او په دې لاره کې هیڅ تخنیکي ستونزه او خنډ نشته.

له بلې خوا د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو او د دغه ولایت یو شمېر سوداګرو او پانګوالو د کورنیو پانګونې په برخه کې د اسلامي امارت له پاملرنې او ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ د ټرانسپورټ د برابرولو غوښتنه وکړه. 

د هرات د رېل پټلۍ رئيس د لوېديځ زون سوداګرو ته ډاډ ورکړ، چې د افغانستان د رېل پټلۍ اداره ژمنه ده، چې دوی ته هر ډول اسانتياوې برابرې کړي.

د کارپوهانو په اند، د هرات – خواف اورګاډي پروژه نه یوازې دا چې ایران او افغانستان د اورګاډي له لارې نښلوي، بلکې له چین، ازبکستان، افغانستان، ایران، ترکیې او اروپا څخه د نړۍ د ختیځ – لویدیځ د اورګاډي په دهلېز کې د ۲۰۰۰ کیلومترو په اوږدوالي لاره هم بشپړوي.

تمه ده چې د هرات – خواف رېل پټلۍ په فعالېدو سره به په لنډه موده کې دوه میلیونه ټنه مالونه او دوه سوه زره مسافر له دې لارې تګ راتګ وکړي او د دوغارون په پوله د باروړونکو موټرو د تګ راتګ او ټرانزیټ لګښتونه کم شي.
https://avapress.com/vdcbz5b5srhbw5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته