دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۰۷
د مطلب کود : 282293
د هېواد په پنځلسو ولايتونو کې له څه د پاسه اووه زره کورنيو سره مرسته وشوه
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت چارواکي وايي، چې د دغه وزارت له خوا د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې له ۶۹۷۷ بې ځایه شویو او جبري راستنېدونکو کورنیو سره مرسته شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلی، چې دغه مرستې د قوس له ۱۸مې څخه تر ۲۳مې نیټې پورې په ولایتونو کې د دغه وزارت د څانګو له لارې پر کورنیو وویشل شوې.

ویل شوي، چې دغه کورنۍ د ننګرهار، هرات، کندهار، بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب، بدخشان، اروزګان، خوست، پکتیکا، بغلان، پروان، غور او لغمان ولایتونو څخه بې ځایه شوي دي.

د مهاجرینو چارو وزارت زیاته کړې، چې د یو شمېر نړیوالو مرستندویه موسسو په همکارۍ، بې ځایه شویو ته د مرستې کڅوړې، نغدې پیسې، خوراکي توکي، تودونه، روغتیايي خدمتونه، ژمنۍ جامې، د وړیو سپینولو وسایل او سولر ویشل شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې له اړمنو خلکو سره د کورنيو او بهرنيو موسسو د مرستو په دوام دغه مرستې حياتي بلل کېږي.
https://avapress.com/vdcb95b5frhbw5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته