دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۲۴
د مطلب کود : 283277
د هېواد په درېيو ولايتونو کې څه باندې څلور زره کورنيو خوراکي توکي ترلاسه کړل
په سمنګان، فراه او پروان کې د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي وايي، د خوړو نړیوال پروګرام په دغو ولایتونو کې پر ۴۴۶۳ اړمنو کورنیو خوراکي توکي وېشلي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د کلیو پراختیا او بیارغاونې ریاست د سمنګان ولایت د روی دو آب ولسوالۍ په بیلا بیلو کلیو کې ۲۷۸۷ اړمنو کورنیو ته د خوراکی توکو مرستې رسولی دی. 

له بلې خوا په فراه کې د اسلامي امارت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست وايي، چې د دغه ولایت په خاکسفید ولسوالۍ کې پر ۵۱۱ اړمنو کورنیو د خوراکي توکو نړیوال پروګرام له لوري خوراکي توکي وویشل شول.

خبرپاڼه ليکي، چې په دغو مرستو کې اوړه، غوړي، چرس او د ماشومانو او ښځو لپاره غذايي مواد شامل دي.

خو په پروان کې د اسلامي امارت سیمه ییزو چارواکو هم ویلي چې په دغه ولایت کې پر ۱۱۶۵ اړمنو کورنیو خوراکي توکي ویشل شوي دي.

د دوى په وينا، دغه خوراکي توکي د ګالو موسسې له خوا د کوه صافي ولسوالۍ پر اوسېدونکو وېشل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم نړيوالو مرستندويه موسسو د بېوزلۍ د مخنيوي په موخه په بېلابېلو ولايتونو کې پر زرګونو کورنيو نغدي او خوراکي توکي وېشلي دي.
https://avapress.com/vdcefx8wfjh8vwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته