دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۱۴
د مطلب کود : 283331
د غزې د شهیدانو شمېر ۲،۱۹۷۸ ته ورسېد
د غزې د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې نیټې څخه د صهیونیسټ رژیم د حملو د قربانیانو شمیر دوه زره اووه سوه اوه پنځوس ته رسیدلی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د غزې د روغتیا وزارت ویاند اعلان وکړ، چې پر غزې د صهیونیسټي یرغل له پیل راهیسې د قربانیانو شمیر ۲۱۹۷۸ تنه شهیدان او ۵۷۶۹۷ تنه ټپیان شوي دي.

د غزې د روغتیا وزارت ویاند ویلي دي چې صهیونیسټي رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کې دیارلس ډله ایزې وژنې کړي او ۱۵۶ تنه یې شهیدان او ۲۴۶ نور ټپیان کړي دي.

هغه وویل صهیونیسټ رژیم په عمدي توګه ۱۵۰ طبي بنسټونه په نښه کړي او ۳۰ روغتونونه یې د خدماتو د وړاندې کولو توان نه لري .

د غزې د روغتیا وزارت ویاند ویلي دي چې ۳۲۶ تنه طبي کارکوونکي وژل شوي او ۱۰۴ امبولانسونه ویجاړ شوي دي.

د غزې د روغتیا وزارت هم ویلي دي چې د صهیونیسټي رژیم د ظالمانه حملو اویا فیصده قربانیان ښځې او ماشومان دي.
https://avapress.com/vdcfmmd0yw6dcma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته