دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۰۸
د مطلب کود : 283368
په ننګرهار ولایت کې د څه د پاسه سل زره جریبه غصب شوې ځمکې د بېرته راګرځولو لړۍ پیل شوه
د ننګرهار مرستیال والي مولوي سعید احمد بنوري وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې ۹۸ زره ۵۱۶ جریبه غصب شوې ځمکې بېرته راګرځول شوې او د ۱۳۲ زره ۸۳۷ جریبه نورې څېړنې روانې دي.
افغان غږ خبری آژانس: د ننګرهار مرستیال والي سعید احمد بنوري دغه څرګندونې په ننګرهار کې د اسلامي امارت د سیمه ییزو چارواکو په شتون سره د "امنیت، ښې حکومتوالۍ، پرمختګ او قانون پلي کولو" په اړه خبري کنفرانس کې وکړې.

د ننګرهار مرستيال والي وويل: د ښې حکومتوالۍ په موخه په خالي بستونو کې مسلکي کسان په دندو وګمارل شول، کارکوونکي او بنسټونه يې تر څارنې او ارزونې لاندې ونيول شول، د هرې ولسوالۍ د پرمختګ لپاره پنځه ميليونه افغانۍ، اړين وسايل او توکي ځانګړي شوي دي.

هغه زياته کړه: "د رياستونو د چارو او کارکوونکو د څارنې او ارزونې ځانګړې کمېټه کار کوي او د خلکو د ستونزو د حل په موخه يې په ٤٥٠٠ غوښتنليکونو کار کړى، چې ١٥٠٠ وړانديزونه منل شوي او عملي اقدامات شوي دي."

د ننګرهار مرستیال والي همداراز وویل چې تر اوسه د اسلامي امارت د رهبرۍ ۱۲ فرمانونه، ۲۸ فیصلي او ۱۸ پریکړې عملي شوي دي.

نوموړي دغه راز وويل، چې په دې ولايت کې په ټوليزه توګه امنيت ټينګ شوى او امنيتي بنسټونه د امنيت د ټينګښت لپاره د چمتو شوي پلان له مخې شپه او ورځ کار کوي.

نوموړي دغه راز وويل، چې تر دې مهاله په دغه ولايت کې د کورنيو بوديجې او مرستندويه بنسټونو له خوا د سلګونو پروژو کار دوام لري او د تورخم-جلال اباد د دويمې کرښې، د جلال اباد-کابل سړکونو، د زر بستريز روغتون کار روان دى. په دې ولایت کې د کابل د چارواکو په همغږي، چې کار روان دی، ډېر ژر به پیل شي.

د ننګرهار مرستيال والي وايي، تر اوسه له دوه سوه زرو کورنيو سره د کورنيو او بهرنيو مرستندويه ادارو له خوا مرستې شوې او زرګونه نورو ته د کار په بدل کې پيسې ورکړل شوې دي. تر زرو زیاتو کسانو ته د حرفوي زده کړو زمینه هم برابره شوې ده.
https://avapress.com/vdcfvmd0cw6dcma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته