دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۳۴
د مطلب کود : 283400
په غزه کې د شهیدانو شمیر تر ۲۲ زرو تنو واوښت
فلسطیني چارواکو د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د اکټوبر له اوومې راهیسې پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې ۲۲ زره ۱۸۵ فلسطینیان شهیدان شوي او ۵۷ زره ۳۵ نور ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د غزې د روغتیایی چارواکو په وینا، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د صهیونیسټ رژیم په بریدونو کې ۲۰۷ فلسطینیان شهیدان شوی او ۳۳۸ تنه نور ټپیان شوی دی.

په همدې حال کې د فلسطیني چارواکو په وینا د شهیدانو په سلو کې ۷۰ ښځې او ماشومان دي.
https://avapress.com/vdccx1qix2bq408.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته