دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۳۹
د مطلب کود : 283402
په تېرو نهو میاشتو کې له ایران څخه ۵۲۰ زره افغان کډوال ایستل شوي دي
د ایران د خراسان رضوي د سرحدي ګارد قوماندان مجید شجاع وايي، په تېرو نهو میاشتو کې دغه هېواد د تایباد ښار د دوغارون پولې له لارې ۵۲۰ زره ناقانونه افغان کډوال ایستلي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ایرنا د راپور له مخې، د ایران د خراسان د سرحدی ګارد قوماندان رضای وویل چې دغه شمیر افغان کډوال له ټول ایران څخه پیژندل شوی او ویستل شوی دی.

هغه زیاته کړه: هېواد ته د اتباعو (افغان مهاجرینو) ننوتل او شتون ستونزې را پیدا کوي، نو د اتباعو شتون باید له قانوني جواز سره وي. که نه نو دوی به وپیژندل شي او بیرته به خپل هیواد ته ستانه شي.»

دغه ایراني قوماندان درې ورځې وړاندې ویلي وو چې په تېره یوه میاشت کې ۶۰۳۸۰ افغان کډوال له افغانستانه ایستل شوي دي.

په وروستیو میاشتو کې ایران د افغان کډوالو د ایستلو بهیر زیات کړی دی.

د دغه هیواد چارواکو په روان هجري لمریز کال کې څو ځلې ټینګار کړی چې د «ناقانونه» مهاجرینو د پیژندلو، نیولو او شړلو او له اسنادو سره د مهاجرینو د «منظمولو» بهیر به په غاړه واخلي.
https://avapress.com/vdce7x8wwjh8vei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته