دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۲۳
د مطلب کود : 283576
په روان کال کې په هلمند کې څه باندې ۲۰۰ ټنه غوړي تولید شوي دي
د روان کال له پيله تر اوسه په هلمند ولايت کې د دولتي سبزيجاتو او پنبې په فابريکه کې له ٢٠٠ ټنو څخه زيات غوړي توليد شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د دې فابریکې مسوولین وايي، د هېواد د کورنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره باید د بهرنیو تولیداتو پر ځای له کورنیو تولیداتو کار واخیستل شي.

د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونې هم پرېکړه کړې، چې په دغه ولایت کې تولید شوي غوړي د نړۍ بازارونو ته وړاندې کړي.

د يادونې وړ ده، چې اوسمهال د هېوادوالو د اړتيا وړ سبزي غوړي له نورو هېوادونو واردېږي.
https://avapress.com/vdcguw9x3ak97n4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته