دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۱۳
د مطلب کود : 283605
په ننګرهار پوهنتون کې د څلورو ودانیزو پروژو چارې پرانستل شوې
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، په ننګرهار پوهنتون کې د پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت څلور ساختماني پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
افغان غږ خبری آژانس - ننګرهار: په دغو پروژو کې د تدریسي روغتون د جراحۍ څانګې، د ښځو د انتظار خونې، وړکتون او تفریحي پارک جوړول شامل دي.

ويل کيږي چې دغه پروژې د دريو مياشتو په موده کې بشپړې او د لوړو زده کړو وزارت د مرستيال له خوا پرانيستل شوې.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ننګرهار ته د سفر پر مهال د دغه ولایت د پوهنتون د یو شمېر پروژو پرانیسته کړې وه.
https://avapress.com/vdcjyte8iuqeomz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته