دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۳۲
د مطلب کود : 283800
د کابل - غور لویه لار د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه
د غور ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د کابل - غور لویه لار چې تېره ورځ د واورې ورښت له امله تړل شوې وه، بېرته د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه.
افغان غږ خبری آژانس: د کابل - غور لویه لار د غور له شپږمې ناحیې څخه د غور ولایت مرکز فېروز کوه ښار ته چې له تېرې ورځې راهیسې د واورې د ورښت له امله تړل شوې وه، د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه.

د غور ولايت د فوايد عامې رييس وايي چې د دوى کارمندان په دې بريالي شول چې د غور لويې لارې د وسايلو په مرسته بېرته پرانيزي.

تر دې مخکې د غور ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس محمد حماس ويلي وو، چې د کابل – غور لويه لاره د "بک" کوتل د واورې د ورښت له امله د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.
https://avapress.com/vdcgzw9xzak9774.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته