دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۵۵
د مطلب کود : 284246
په ننګرهار ولایت کې د ۱۴۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا د تولید پروژه بشپړه شوه
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د ۱۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱،۲ میګاواټه برېښنا په ظرفیت د لمریزې برېښنا د تولید پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
افغان غږ خبری آژانس - ننګرهار: د برېښنا د دغې پروژې د پرانېستې په مراسمو کې چارواکو وویل، چې دغه پروژه د ۱۴۳ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د اوبو د لېږد په موخه جوړه شوې ده.

د سیمه ییزو چارواکو په وینا، دغه پروژه د اسیايي بانک په مالي مرسته د ننګرهار کانال په ۳۰ جریبه ځمکه کې بشپړه شوې ده.

د کرنې وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو وزیر مولوي باز محمد فیضان وايي، د دې پروژې کار درې کاله وړاندې پیل شوی و او نن پای ته ورسېد.

په همدې حال کې د ننګرهار د کانال رييس مولوي غلام الرحمن کاظم وايي چې دغه پروژه په يوه ثانیه کې د ۵۰۰ لېتره اوبو د لېږد وړتيا لري. د ښاغلي کاظم په وینا دا پروژه د اوبو د انتقال په برخه کې ګټوره ده.

د يادونې وړ ده، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د ننګرهار د کانال شل زره جريبه ځمکه خړوبه شي.
https://avapress.com/vdcbaab50rhbw5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته