دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۷
د مطلب کود : 284584
د مزارشریف ښاروال له رسنیو وغوښتل چې حقایق خپاره کړي
د مزارشریف ښاروال وایي؛ موږ د حقایقو د خپرولو په اصولو باور لرو او هیله لرو چې رسنۍ او خبریالان حقایق له پامه ونه غورځوي او دروغجن تبلیغات ونه کړي.
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د مزارشریف ښاروال مولوی محمد کاظم طارق د دغه ریاست او رسنیو ترمنځ د یاد تفاهم لیک د لاسلیک په مراسمو کې وویل: موږ د نشراتو په اصولو باور لرو او په دې برخه کې له رسنیو او ژورنالیستانو نه هیله کوو، له موږ سره همکاري وکړئ تر څو د درواغو تبلیغاتو مخه ونیسو.

هغه زیاته کړه: خلک په پخواني نظام کې د چارواکو له درواغو او بې کاره شعارونو ستړي شوي او موږ په دې ډول عمل نه کوو، ځکه چې نتیجه نه ورکوي او څوک مو غږ نه اوري، له همدې امله په اوسني نظام کې په اسلام باندې متمرکز دی."

مولوي طارق څرګنده کړه، کله چې موږ د اسلام د سپېڅلي دين پر بنسټ حرکت کوو، په حقيقت کې مو د ملي ګټو او هېواد پالنې په لاره کې يو ګام پورته کړى دى.

نوموړي خبريالانو ته په خطاب کې وويل: په هېواد کې خبريالان او د رسنيو کارکوونکي ټول اسلام پالونکي دي او د خلکو ستونزې تر دولت او له دولت څخه خلکو ته رسوي او په دې برخه کې صادقانه عمل کوي.

هغه وويل، د ياد تفاهم ليک د لاسليک موخه ګډه همکاري او اصولي همغږي ده، څو د خبريالانو، رسنيو او د مزارشريف ښاروالۍ هر ډول دنده د ټولنې له لوري په سمه توګه ترسره شي.

له بلې خوا د بلخ ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي ذبيح الله نوراني وويل: په بلخ ولايت کې د حقايقو د خپرولو په برخه کې له دولت سره د همکارۍ په برخه کې د رسنيو فعاليت ښه دى او دغه ډول يادونې اغېزمنې دي.

په ورته وخت کې يو شمېر خبريالانو وويل: ژورناليستيکي فعاليت د بې پرېتوب او واقعيت پر بنسټ ولاړ دی او تر اوسه پورې د بلخ ولايت خبريالانو د خبرونو په برخه کې په مسلکي توګه فعاليت کړی او له دولتي چارواکو څخه د لا زياتې همکارۍ غوښتونکي دي.
https://avapress.com/vdcg7t9xtak97n4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته