دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۴
د مطلب کود : 284647
د خیرخانې د سړک د دویمې برخې د پخولو کار پیل شو
د کابل ښاروالۍ د کوټل خیرخانې – سراې شمالي سړک د لومړۍ برخې د پخولو کار پیل اعلان کړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل ښاروالۍ د پلان او پروژو ریاست وايي: د دغه سړک د دویم پوړ د بټومین کار د لومړي پرت له بشپړیدو وروسته پیل شوی، چې ډیر ژر به بشپړ او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شي.

د باختر آژانس د خبر له مخې: د کوتل خيرخانې د سړک د لومړۍ برخې د جوړولو او پراختيا چارې چې ٣٧١٠ متره اوږدوالى او ٢٧ متره سور لري، ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د يادونې وړ ده، چې سږ کال کابل ښاروالۍ په کابل ښار کې د سړک جوړولو ګڼې پروژې په لاره اچولي دي.
https://avapress.com/vdcgtt9xuak9734.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته