دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۳۹
د مطلب کود : 285008
مرکزي بانک به ۱۷ میلیونه ډالره لیلام کړي
د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې د افغانیو د ارزښت د ساتلو په موخه به د روانې اونۍ د چهارشنبې په ورځ ۱۷ میلیونه ډالره د لیلام له لارې وپلوري.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د مرکزي بانک مطبوعاتي دفتر نن (دوشنبه، د دلوې ۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه موضوع اعلان کړه.

مرکزي بانک د وړ بانکونو او د تبادلې او پیسو خدماتو شرکتونو څخه غوښتنه کړې چې پدې داوطلبۍ کې برخه واخلي.

د مرکزي بانک په وینا، د لیلام ګټونکي مکلف دي چې د لیلام ورځې تر پایه خپل حسابونه تصفیه کړي.

دغه بانک زیاته کړه چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د راکړې ورکړې جزوي تصفیه اجازه نه لري، د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي چې د یوې ټاکلې مودې په اوږدو کې خپلې د راکړې ورکړې پیسې په نغدو پیسو مرکزي بانک ته وسپاري.

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د افغانستان مرکزي بانک د افغانيو د ارزښت د ساتلو په موخه په پرله پسې ډول ميليونونه ډالر ليلام کړي دي.
https://avapress.com/vdciuwarvt1avu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته