دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۲۵
د مطلب کود : 285305
په بلخ ولايت کې د نشه يي او الکولي توکي سوځولو شوي
د بلخ ولايت امنيه قوماندان وايي چې څه دپاسه شپږ زره ليتره الکولي مشروبات، يوه اندازه ګولۍ، ٢٥ کيلو شیشه او ٣ کيلو هيرويين چې د پوليسو له خوا په مزارشريف ښار کې کشف او ترلاسه شوي وو، سوځول شوي.
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د بلخ ولایت امنیه قوماندان ملا عبدالرازق راشد په دغه ولایت کې د نشه یی توکو د یوې لویې زیرمې د له منځه وړلو په اړه وایی: له ۶۶۰۰ لیټرو څخه زیات الکولی مشروبات او د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار او ولسواليو کې د پوليسو له خوا ټابليټونه، ۲۵ کيلو شيشه او ۳ کيلو هيروين نیول شوي وو، د دولتي چارواکو په حضور کې وسوځول شول.

خبرپاڼه زياتوي: د نشه يي توکو دغه ستره زېرمه په بلخ ولايت کې د اسلامي امارت د حکومت د عملياتو په بهير کې دپوليسو له خوا په ٢٠٩ بيلابيلو قضيو کې کشف او ترلاسه شوه .

ملا راشد څرګنده کړه چې د نشه يي توکو له پلورونکو او قاچاق وړونکو سره په جدي توګه چلند کېږي او دغه لړۍ به د پوليسو په ژمنو او هڅو دوام وکړي.

نوموړي دغه راز وويل، چې د بلخ ولايت له مرکز مزارشريف ښار او ولسواليو څخه هم په نشه يي توکو د روږدو کسانو د راټولولو لړۍ پيل شوې او په نشه يي توکو روږدي کسان نيول کېږي او د روږدو کسانو د درملنې مرکز ته لېږدول کېږي.

له بلې خوا د بلخ ولایت د امنیې قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدیر ملا اسدالله توریالي زیاته کړه چې د اسلامي امارت د رهبرۍ له حکم سره سم د نشه يي توکو او الکولي مشروباتو له کښت، پلور او مصرف سره مبارزه دوام لري.

په همدې حال کې يو شمېر ديني عالمانو له نشه يي توکو سره د مبارزې په لاره کې د پوليسو د جديت هرکلى وکړ او ويې ويل: د نشه يي توکو او الکولي مشروباتو هر ډول استعمال په اسلام کې حرام دى او دغه ناوړه پديده بايد په اسلامي ټولنه کې له منځه يوړل شي.
https://avapress.com/vdciuwarwt1avp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته