دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۵۴
د مطلب کود : 285649
د پوهنې وزیر د افغانستان د پوهنې د بډاینې لپاره د ایران د همکارۍ غوښتنه وکړه
د هېواد د پوهنې سرپرست وزیر مولوي حبیب الله اغا په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د مرستیال سفیر سید حسن مرتضوي په مشرۍ له یوه پلاوي سره وکتل او د افغانستان د پوهنې د بډاینې په برخه کې یې د دغه هېواد د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ایران د سفیر مرستیال سید حسن مرتضوي او د ایران د فرهنګي چارو سلاکار سید روح الله حسیني په مشرۍ یوه پلاوي په کابل کې د اسلامي امارت د پوهنې له وزیر سید حبیب الله اغا سره د افغانستان د تعلیمي مسایلو په اړه خبرې وکړې.
 
د پوهنې وزارت په یوه بیان کې لیکلي، چې حبیب الله اغا اسلامي، فرهنګي او ښه ګاونډیتوب ته په اشارې سره په افغانستان کې د پوهنې د بډاینې لپاره د ایران له اسلامي جمهوریت څخه د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
 
د ايران د اسلامي جمهوريت د سفارت مرستيال سيد حسن مرتضوي په تېرو دوو کلونو کښې د افغانستان د پوهنې د وزارت د سرپرست حکومت د دندو په بيانولو سره وويل: له ټولو مشکلاتو سره سره چې د جنګ له کلونو پاتې دي. د افغانستان ټول کارونه د ستاینې وړ دي.
 
د دغې اعلامیې له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو موافقه وکړه چې په دې برخه کې به یوه ګډه کاري کمېټه جوړوي، څو راتلونکې همکارۍ په هراړخیزه همغږۍ ترسره شي.
https://avapress.com/vdcjxie8huqeomz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته