افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په نهو ولایتونو کې د واورې او باران د ورښت او سیلابونو د احتمال خبرداری ورکړی دی.
دغه رياست په يوه خبرپاڼه کې ليکلي، چې د حوت په ١٦مه، په فراه، هلمند، کندهار، زابل، غزني، اروزګان، دايکنډي او غور ولايتونو کې د سېلابونو ترڅنګ د واورې او باران امکان هم شته.
په دغو ولایتونو کې د اورښت اندازه د ۱۰ او ۲۵ سانتي مترو تر منځ او د ۱۵ او ۲۵ سانتي مترو تر منځ د واورې اټکل شوی دی.
د يادونې وړ ده، چې په تېرو څو ورځو کې د هېواد ډېرى ولايتونه د سختو واورو او اورښتونو شاهدان وو، چې له امله يې د هېواد ګڼو هېوادوالو ته درانه مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.
د حکومت له خوا د اعلان شويو شمېرو له مخې، په تېرو څو ورځو کې په هېواد کې د واورې ورېدو او سړې هوا له امله تر ٢٠ ډېر کسان مړه شوي دي.
پر دې سربېره سړې هوا او وروستیو واورو هم زرګونه څاروي له منځه وړي دي.