افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پنجشیر ولایت د کانونو ریاست د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې د زمرد د پلور د داوطلبۍ په پنځلسمه دوره کې د هېواد پر ملي سوداګرو د ۹۴ زره او ۸۰۰ ډالرو په ارزښت ۲۵۴۷ قیراط زمرد وپلورل شول.
دغه داوطلبۍ د پنجشېر د کانونو د څارنې کمېټې، د دغه ولايت د سيمه ييزو ادارو د رييسانو او ملي سوداګرو په شتون کې ترسره شوه.
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت له رامنځته کیدو وروسته په پنجشیر کې ۱۵ ځله د زمرد پلورل شوي دي.