افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې دغه اندازه پیسې به په بدخشان، دایکندی او غور ولایتونو کې د خوړو د خوندیتوب او معیشت د ټینګښت په موخه د لوږې پر وړاندې د مبارزې موسسې ته ورکړل شی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې اروپايي ټولنه او د لوږې پر وړاندې اقدام به تر راتلونکو درېیو کلونو پورې له ۲۶۰۰۰ زیاتو خلکو سره مرسته وکړي او سیمه ییزې ټولنې به ځواکمنې کړي او دا پروژه به د هغو خلکو په ژوند کې بدلون راولي چې د خوارځواکۍ، د خوړو د خوندیتوب او د خوړو له کمښت سره مخ دي.
د یادولو وړ ده چې دا پروژه د کرنیزو تولیداتو په پیاوړتیا، د کورنیو څارویو په پالنه او د کوچنیو او متوسطو کاروبارونو په ملاتړ متمرکزه ده.