افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ښار او کور جوړونې وزارت مطبوعاتي دفتر وايي، د دغه وزارت د سرپرست شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ د کابل ښاروالۍ او د وزارتونو د استازو په ګډون غونډه جوړه شوه. د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو، اطلاعاتو او کلتور ریاست او د چاپېریال ساتنې ریاست او د اوبو رسولو ریاستونو د کابل ښار په ۱۷ ناحیه کې د صنعتي پارک د جوړېدو په اړه د نظر تبادله وکړه.
په دې غونډه کې د ښار جوړونې او کور جوړونې وزارت سرپرست کابل ښاروالۍ او د کرنې وزارت د ځمکو ادارې ته دنده وسپارله چې د ځمکې د انتقال او ملکیت په اړه معلومات ترلاسه او په راتلونکې غونډه کې یې شریک کړي.
دغه راز د ښار او کور جوړونې وزارت مسوولینو ته دنده وسپارل شوه چې د نقشې له مخې ساحه وڅیړي او اقتصادي کمیسیون ته راپور ورکړي.
د جهان پارک د خصوصي سکتور له خوا د کابل ښار په ۱۷مه ناحیه کې په ۱۵۰ جریبه ځمکه کې جوړیږي.